ډېر لوستل شوي

د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شوی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی چې د روان کال د حج مناسکو له بشپړېدو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شوی دی.
ياد وزارت وايي چې د پلان له مخې به ټول ۳۰ زره افغان حاجیان په دوو پړاوونو کې د کابل، بلخ، کندهار او هرات هوايي زونونو ته ولېږدول شي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په لومړي پړاو کې هغه حاجیان هېواد ته ستنېږي چې د حج د سفر په پیل کې له افغانستان څخه مستقیم مدینې منورې ته تللي وو، او په دويم پړاو کې به پاتې حاجیان له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته تر تګ او د نبوي جومات د زیارت او عبادتونو له ترسره کولو وروسته هېواد ته راستانه شي.
د راستنېدو د لړۍ په لومړۍ الوتنه کې د کام‌ایر هوايي شرکت الوتکه نن سهار د سعودي عربستان له جدې ښار څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رارسېدلې چې ۳۴۶ تنه د ننګرهار حاجیان او اووه تنه معلمین شامل دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، ټاکل شوې د ټولو ۳۰ زره افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر د ۹۷ الوتنو له لارې د راتلونکو ۳۰ ورځو په ترڅ کې بشپړ شي.

اړوند خبرونه