د میدانوردګو مسوولین وایي چې د اختر په ورځو – شپو کې د ۱۲ ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا ترافیکي پېښې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شوې او په مړو شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
د یادولو ده چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د اختر په ورځو – شپو کې د لسګونه ترافیکي پېښو له امله سلګونه کسانو هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
په هېواد کې ترافیکي پېښې تر ډېره د چلوونکو د بېاحتیاطۍ، ګړندي تګ او ترافیکي اصولو د نهمراعاتولو له امله کېږي.

