د المپيک، بدني روزي او ورزش عمومي ادارې خبر ورکړی چې د روسیې د المپیک کمېټې سکرتر جنرال ویکتور بریزوف د روسیې په کوربتوب نړيوال ورزشي فورم کې د ګډون له امله د همدې ادارې له عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق څخه مننه کړې او ځانګړې ډالۍ یې هم ورته سپارلې ده.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دا ډالۍ د ورزشي همکاریو د پیاوړتیا او په نړيوالو ورزشي پروګرامونو کې د افغانستان د ګډون د قدردانۍ په موخه ورکړل شوې ده.
مولوي احمدالله وثیق د دې ډالۍ د ترلاسه کولو پر مهال ویلي، دا ډول نړيوالې ناستې د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري او د ورزش د ودې او تجربو د تبادلې لپاره اغېزمن فرصتونه برابروي. نوموړي د نړيوالو ورزشي همکاریو پر پراختیا او د ګډو ورزشي اړیکو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

