د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر له رييس «پولیک اوک سري» سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې د نشهیي توکو پر ضد مبارزه باید د سیاسي موخو قرباني نه شي.
یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دې ناسته کې ښاغلي منیر له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له اړوند دفتره غوښتي چې د بدیل معیشت د برابرولو له لارې له بزګرانو سره د ملاتړ او د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
شیخ عبدالرحمن منیر ویلي چې د نشهیي توکو موضوع باید د بشریت د ژوند، روغتیا او هوساینې له لیدلوري د یوې حیاتي او انساني مسئلې په توګه وکتل شي. بلخوا، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر رييس د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د فعالیتونو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې د مخدره موادو د مخنیوي، بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو او اړوندو پروګرامونو د پیاوړتیا په برخو کې به خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

