ډېر لوستل شوي

غزني کې ۴ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او بد چلنده ژغورل شوې

د غزني د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست خبر ورکړی چې محتسبينو يې د ګیرو، ناوې او قره‌باغ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۴ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او بد چلند څخه ژغورلې دي.

ياد رياست وايي، دې مېرمنو له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو او خسرګنیو له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه هم محرومې شوې وې.

راپور زیاتوي، محتسبینو د یادو مېرمنو له خاوندانو او خسرګنیو سره لیدنې کړي او د حسن معاشرت، د کورنۍ د حقوقو او د ښځو د شرعي حقونو په اړه یې ورته لازمې سپارښتنې کړې دي.

د مسوولینو په وینا، د یادو مېرمنو له کورنیو څخه ژمنه اخیستل شوې چې له دې وروسته به د هغوی شرعي حقوق رعایتوي، ښه چلند به ورسره کوي او له هر ډول ظلم او ناوړه چلند څخه به ډډه کوي.

اړوند خبرونه