د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له زندانونو ۷۹ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه کسان د یاد هېواد له زندانونو ازاد او د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شول.
سرچینې د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست له قوله لیکلي: « دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې په استوګنیزو سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي و.» سرچینه لیکي چې ازاد شوي افغانان د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

