د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشلې دي.
یاد وزارت وايي، په ننګرهار کې ۲۹۶، فاریاب کې ۱۸۰، فراه کې ۱۳۳ او هلمند کې ۱۶۹ کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې سپارل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له دې وروستي وېش سره په ټول هېواد کې راستنو شویو کډوالو ته د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۸ زره او ۴۹۱ ته لوړ شوی او د دایمي مېشتېدنې بهیر په چټک او منظم ډول دوام لري. د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، راستنېدونکو هېوادوالو ته د سرپناه برابرول د هغوی د ټولنیز او اقتصادي ثبات لپاره مهم ګام دی او هڅې روانې دي چې دغه بهیر لا پراخ او ګړندی شي.

