ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې د ۶۸۲ افغان کډوالو کورنيو راستنېدل؛ ۶۰۱ کورنیو ته نغدي پيسې وېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې د جمعې ورځې په ترڅ کې له بېلابېلو لارو ۶۸۲ راستنېدونکې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۷۴ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي چې شمېر یې ۶۳۱ کورنیو او ۳۳۳۸ کسانو ته رسېږي.
راپور زیاتوي، په همدې موده کې ۴۵۹ کورنۍ چې ۲۴۷۰ غړي لري، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ د لګښتونو لپاره پرې له ۲.۳ میلیونه افغانیو څخه په ډېره کچه مصرف شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د مالي مرستو په برخه کې له ۶۰۱ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرسته شوې چې یوازې په تورخم کې د ۵۵۷ کورنیو لپاره ۴.۴۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
همدارنګه راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي چې په ترڅ کې ۶۸۱ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او سلګونو کسانو روغتیايي خدمتونه هم ترلاسه کړي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، راستنېدونکو ته د ثبت، لنډمهالې استوګنې، مالي مرستو، لېږد او نورو خدمتونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه