کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په روزګان ولایت کې د ۳ زره ۳۰۰ کیلوګرام اومان له کشف او نیولکېدو خبر ورکړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په «چهارچینو» ولسوالۍ کې کشفي عملیات کړي دي.
سرچینې لیکلي چې د دغو عملیاتو پرمهال ۳ زره ۳۰۰ کیلوګرام اومان، ۵۰ کیلوګرام په نشهيي توکو کې کارېدونکي مواد او ۲۰ لیتره تیزاب کشف او نیول شوي دي.
مسوولینو په دې تړاو د کوم کس د نیولکېدو په اړه څه نه دي ویلي. د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.

