د هلمند مسوولینو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د یاد ولایت په مرکز، لښکرګاه او د ګرمسېر ولسوالۍ په رېګ سیمه کې د ۶۷۲ کیلوګرام خوراکي او غیرخوراکي قاچاقي توکو له نیولکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولینو ویلي چې دا توکي د یو شمېر کسانو له لوري په قاچاقي ډول وارد شوي وو او د ځینو توکو بهر ته د قاچاقېدو هڅه کېده، خو د یاد ریاست د ګرځنده ټیمونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په دې تړاو تر اوسه درې کسان نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د یادولو ده چې په هلمند ولایت کې تر دې مخکې هم د سلګونه کیلوګرام بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

