ډېر لوستل شوي

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې نن مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن یکشنبه د مالدیف نړیوال څلور اړخیز ټورنمنټ په لړ کې له پاکستان سره سیالي کوي.

ټاکل شوې دا لوبه د مالدیف په پلازمېنه ماله ښار کې د کابل پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو ترسره شي چې د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

افغان لوبډله داسې مهال د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي چې په خپلو دوو تېرو لوبو کې یې کوربه مالدیف ته ماتې ورکړې او له بنګله‌دېش سره یې بې‌ګوله مساوي کړې ده.

د مالدیف نړیوال څلور اړخیز ټورنمنټ د افغانستان، مالدیف، پاکستان او بنګله‌دېش د ملي لوبډلو په ګډون روان دی او د تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوی دی.

اړوند خبرونه