د اوزبیکستان «پرایم» کرنیزو صنایعو شرکت رییس «مراد قدرتوف» د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ له وزیر، نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دواړو لوریو د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او همداراز د سوداګریزو همکاریو په اړه بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې د پرایم اوزبیکستاني شرکت د رییس په حواله ویل شوي چې دوی اوزبیکستان، روسیې او اروپایي هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو د صادرولو لپاره چمتووالی لري.
بلخوا نورالدین عزیزي هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

