له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی چې د دوبي موسم له پیلېدو سره په اوبو کې د ډوبېدو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې د ۷ مېرمنو او ۴۱ ماشومانو په ګډون ۷۵ تنه شهيدان شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.
د يادې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رييس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد ویلي، د ډوبېدو ډېری پېښې د تفریحي سفرونو او د لامبو وهلو پر مهال رامنځته شوې دي.
نوموړي له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د سیندونو، بندونو او ژورو اوبو سیمو ته د تګ او لامبو وهلو پر مهال د خوندیتوب لارښوونې او د یادې ادارې سپارښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

