ډېر لوستل شوي

تر دې مهاله څه باندې ۴۰ زره راستنوشویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې تازه په ۷ ولایتونو کې ۸۹۸ راستنوشویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې، او په دې سره د ټولو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۰ زره ۴۱۳ ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې تازه په ننګرهار کې ۳۰۵، فراه کې ۱۰۶، هلمند کې ۱۲۷، غزني کې ۵۰، نیمروز کې ۱۰۰، پکتیکا کې ۱۰۰ او په فاریاب ولایت کې ۱۱۰ راستنوشویو کورنیو ته د استوګنې نمرې سپارل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې دا استوګنیزې نمرې پرون (یکشنبه) وېشل شوې او تر دې مهاله د وېشل‌شویو نمرو ټول شمېر ۴ زره ۴۱۳ ته رسېدلی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز لیکلي چې د راستنوشویو هېوادوالو د ملاتړ، د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو بهیر په چټکۍ سره دوام ولري.

اړوند خبرونه