د ټولګټو وزارت وایي چې یاد وزارت د هېواد د ټرانسپورټي شبکې پراختیا او د لرې پرتو سیمو نښلولو په موخه د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل کړې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس ویلي، د کونړ – نورستان سړک د رغونې چارې په دریو لاټونو وېشل شوې چې دا مهال یې د ۲۲٫۵ کیلومتره په اوږدوالي د لومړي او دویم لاټ اسفالټ اچونې چارې پیل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د دغه سړک د لومړي لاټ په اوږدو کې د ۳۵ پلګوټو او ۲۳۷۸ متره استنادي دیوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند د کونړ – نورستان سړک دویم لاټ اوږدوالی ۱۰٫۸ کیلومتره ښودلی چې پکې د ۳۰ پلګوټو او ۱۲۴۱ متره استنادي دیوالونو رغول هم شامل دي.
ښاغلي حقشناس همداراز لیکلي چې د نورستان – کونړ سړک له بشپړېدو سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې راکمې او د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو د لېږد پرمهال به اسانتیاوې رامنځته شي.

