دفاع وزارت خبر ورکړی چې هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د روان ښوونيز کال لپاره د دولسم ټولګي فارغان او د حضرت سعيد بن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي فارغان په بېلابېلو څانګو کې جذبوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نوماندانو عمر باید د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ وي، مجرد وي، له بشپړې روغتیا برخمن وي او پر نشهیي توکو روږدي او یا په جنايي او سیاسي جرمونو تورن نهوي.
خبرتیا زیاتوي، چې د مسلکي ښوونځیو د فارغانو اسناد باید د اړوند ولایت د پوهنې ریاست او د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه حربي ښوونځي د فارغانو اسناد د یاد ښوونځي له لوري تایید شوي وي.
د خبرپاڼې له مخې، داوطلبان کولای شي د روان کال د غبرګولي میاشتې له ۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې د څلورو قطعي انځورونو او د تابعیت اصلي پېژندپاڼې په لرلو سره د اړوندو ولایتونو د جلب او جذب کمېساریو ته مراجعه وکړي او د کانکور ازموینې د ګډون فورمې ترلاسه کړي.

