د ټولګټو وزارت وایي چې د ۱۴٫۱ کیلومتره په اوږدوالي د لوګر – میدان وردګ نښلوونکي سړک د دویم لاټ رغنیزې چارې ۷۱ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد سړک دویم لاټ د لوګر ولایت له کلنګار، شولک او بابوس سیمو څخه په تېرېدو د دغه ولایت تر مرکز، پلعلم ښار پورې رسېږي.
د حقشناس په وینا چې ۱۷٫۴ کیلومتره په اوږدوالي د یاد سړک لومړی لاټ بیا د میدان وردګ ولایت د تنګي درې له «قلعه امیر» سیمې څخه پیل او د لوګر ولایت تر کلنګار سیمې پورې غځېدلی دی.
سرچینې لیکلي چې د دې برخې رغنیزې چارې دا مهال ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس د لوګر – میدان وردګ نښلوونکی سړک د سیمې د ټرانسپورټي اسانتیاوو په پراختیا او د دواړو ولایتونو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللی دی.

