ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پوځي رژیم د کړنو پر وړاندې به مناسب دریځ خپل شي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری شهیدان شوي او ۱۴ نور چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان دي.

د اسلامي امارت ویاند دا بریدونه «بشري جنایت» بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د حریم نقض او د ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي او د دې ډول کړنو پر وړاندې به مناسب دریځ خپل شي.

اړوند خبرونه