د ریاستالوزرا اقتصاد معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د جوزجان مرکز شبرغان ښار اړوند د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په پانګونې سره درې پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ چې ۵۴ دوکانونه به ولري. دغه راز، په دې غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان سړک ته څېرمه د ښاروالۍ پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تر بحث وروسته اړوندو ادارو ته راجع شوه.

