د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن (پنجشنبه) خپله لومړۍ لوبه د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
دغه درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان، هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ له دوو ورځو راهیسې پیل شوې او موخه یې د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو پیاوړتیا او نړیوالو سیالیو ته چمتووالی بلل کېږي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هند الف لوبډلې کوربه سریلانکا الف لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې او بریا یې خپله کړې.

