ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې ۷۲۴ افغان کډوالې کورنۍ راستنې او ۷۷۳ کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو ۷۲۴ افغان کډوالې کورنۍ راستنې او ۷۷۳ مستحقو کورنيو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.
د ياد کمېسیون د راپور له مخې، په دې موده کې ۳۶۹۳ تنه هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې د ننګرهار د تورخم، کندهار د سپین بولدک، نیمروز د ورېښمو پله او هرات د اسلام‌کلا له لارو هېواد ته دننه شوي دي.
راپور زیاتوي چې ۶۶۲ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونو لپاره ورته نغدي کرایې هم ورکړل شوې دي. همدارنګه له ۶۹۵ کورنیو سره مالي مرستې شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ ۷۱۱ سیمکارتونه هم له فعالو بستو سره پر راستنېدونکو مهاجرینو وېشل شوي دي.
د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ویلي چې د ننګرهار، سمنګان، هلمند، فاریاب او نیمروز په ولایتونو کې ۷۷۳ کورنیو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې چې ورسره د وېشل شویو نمرو ټولیز شمېر ۴۲ زره او ۶۱۴ ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه