ډېر لوستل شوي

افغان چارواکي د افغانستان ــ امريکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رييس سره کتلي

د کانونو او پټروليم وزارت د پاليسۍ او برنامو مرستيال عبدالرحمن قانت د افغانستان او امريکا سوداګرۍ د ګډې خونې له رييس جفري کريګو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د همدې خونې رييس د افغانستان د کانونو په برخ کې د پانګونې د جذب او پراختيا په موخه د همکاريو ډاډ څرګند کړی دی.
بل‌لور، د کانونو او پټروليم وزارت د پاليسۍ او برنامو مرستيال د هغوی له لېوالتيا هرکلی کړی او ويلي دي چې د هېواد د کانونو په برخه کې د معتبرو شرکتونو د پانګونې د راخپلولو لپاره به د کانونو د قانون او اړوندو کړن‌لارو له مخې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

اړوند خبرونه