د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال وياند فرحان حق د پاکستان پوځي رژيم له لوري د کونړ، خوست او پکتيکا ولايتونو پر ځينو سيمو شويو هوايي بريدونو کې د ۱۳ ملکي وګړو شهيدېدلو او د ۱۴ نورو ټپيانو کېدو خبر تاييد کړی دی.
نوموړي په یوې خبري غونډه کې ویلي چې په دې بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال وياند له دواړو لوريو غوښتي چې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو له په نښه کولو ډډه وکړي.

