.
کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبر کې وایي چې د شبرغان او مزار شریف د ګازو د لېږد د نل لیکې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي او د پاتو کارونو چارې یې هم په چټکۍ سره روانې دي.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، د دغې نل لیکې اوږدوالۍ ۹۵.۵ کیلو متره دی او ۶.۹ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې شوې ده.
ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د کانونو او په ځانګړې توګه ګازو برخه کې پر پانګونې ټینګار کوي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد د اړتیا وړ ګاز د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایران څخه راواردیږي