ډېر لوستل شوي

مکسیکو څلوېښت کاله وروسته د نړیوالو فوټبال لوبو کوربه دی

د فوټبال ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ رسماً د مکسیکو په سیټي ښار کې پیل شوې. د دې جام پرانېست‌لوبې ته ګڼ لوبغاړي، سندرغاړي او د فوټبال مینه‌وال ورټول شوي وو.

زرګونه مینه‌وال ددې جام پرانیستي ته له بېلابېلو ځایونو ورغلي وو او مکسیکو کې یې د نړیوالو لوبو د ۴۰ کلن ځنډ د پای ته رسېدو په پار خوښ وو.

مکسیکو کې د دې سیالیو لپاره چمتوالی اسانه چاره نه وه او چا ګومان نه کاوه چې دا هېواد د نړیوالو لوبو جوګه شي.  د هوايي ډګر او ازتیکا لوبغالي د بیا رغاونې چارې، د خلکو لاریونونه، د نشه ‌يي توکو تاوتریخوالي او نور هغه خنډونه وو چې د نړیوالو لوبو مانع وې.

مکسیکو ‌له امریکا او کاناډا سره یو ځای د ۲۰۲۶ نړیوال جام کوربتوب کوي. تمه ده امریکا او کاناډا به هم نن د جمعې په ورځ خپل مراسم پرځای کړي.

اړوند خبرونه