ډېر لوستل شوي

فراه کې د بې‌وسو لاسنیوی شوی

د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري له ۱۴۹ تنو بېوزلو سره ۶۱۸۵۰۰ افغانۍ نغدې مرسته کړې ده.

یاد بېوزله کسان، چې یو شمېر یې د یاد ولایت په مرکز کې سوال کاوه، د امنیتي ځواکونو له لوري راټول شول او په همدې تړاو د یوې ګډې کمېټې له څېړنو او سروې وروسته مستحق پېژندل شوي وو.

فراهي مسئولین ډاډ ورکوي چې د دې مرستې مستحق کسان په دقیقو سروې او څېړنو سره پېژندل شوي وو، چې پکې ۳۳ تنه نارینه، ۱۱۶ تنه ښځې او ماشومان شامل وو.

یاده دې شي چې دا مرسته د هغوی د ژوند د ښه والي، د ورځني اړتیاوو د پوره کولو او د بې سرپرسته کورنیو د ملاتړ لپاره ترسره شوې.

اړوند خبرونه