ډېر لوستل شوي

د افغانستان کرېکټ الف لوبډله نن له سریلانکا سره لوبېږي

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله د سریلانکا او هند ترمنځ په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله دویمه سیالي نن (شنبه) د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د افغانستان پر وخت د سهار په ۹ بجو پیل شي چې افغان لوبډله به پکې د خپلې لومړۍ بریا له روحیې سره میدان ته ښکته شي.

افغانستان الف لوبډلې په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې وه او د باران له امله د «ډي‌ایل‌اېس» میتود له مخې یې سیالې لوبډلې ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

تمه کېږي چې افغان لوبډله د سریلانکا پر وړاندې هم د بریا لپاره پیاوړې لوبه وړاندې کړي او په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي.

اړوند خبرونه