ډېر لوستل شوي

“افغانستان د وینې زيرمو په برخه کې د ځان‌بسیاینې پر لور روان دی”

د عامې روغتیا وزارت د عامه پوهاوي او د وینې د ورکونې د ستاینې په موخه په کابل کې غونډه جوړه کړې ده.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د یاد وزارت د معالجوي طب رييس ډاکټر وحدت الکوزي په حواله ویلي، وینه د انسان د ژوند له اساسي اړتیاوو څخه ده او تر اوسه د نړۍ له علمي پرمختګونو سره سره ورته بدیل نه دی موندل شوی.

ښاغلي الکوزي د وينې ورکوونکي د ټولنې اتلان بللي او زیاته کړې یې ده، روغ کسان کولای شي له کوم زیان پرته وینه ورکړي چې دا کار د ناروغانو د ژوند ژغورلو ترڅنګ د وينې ورکوونکي روغتیا ته هم ګټه رسوي.

د الکوزي په وينا، افغانستان د وینې د زېرمو په برخه کې د ځان‌بسیاینې پر لور روان دی او دا مهال په دې برخه کې له کومې جدي ستونزې سره نه دی مخ.

نوموړي زياته کړې، په هېواد کې د وینې د راټولولو، ازموینې او بېلوالي معیاري سیستمونه فعال دي او د وینې بانکي خدمتونه په منظم ډول وړاندې کېږي. هغه همداراز زیاته کړې، تېر کال په ټول هېواد کې ۲۲۷ زره یونټه وینه راټوله شوې وه چې له دې ډلې ۲۱۰ زره یونټه یې ناروغانو ته وېشل شوې ده.

اړوند خبرونه