ډېر لوستل شوي

دفاعي ځواکونو ماهیپر کې د اوبو ډنډ ته لوېدلو دوو ځوانانو جسدونه موندلي

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېيمي پلي لوا ځواکونو د کابل ماهيپر تنګي په سيمه کې د اوبو يوه ډنډ ته د لوېدلو دوو ځوانانو جسدونه موندلي او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.

ياده قول اردو وايي، دا ځوانان چې د تفریح لپاره له کابل ښار څخه ماهیپر سیمې ته تللي وو، د عکس اخیستنې پر مهال یو تن د اوبو ژور ډنډ ته لوېدلی و او بل ملګري یې د ژغورنې په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د سروبي درېیمې پلې لوا د روغتیايي ټیم، امنیتي ځواکونو او ځایي اوسېدونکو په ګډو هڅو د پلټنو عملیات کړي او تېره شپه یې د دواړو لادرکه شویو ځوانانو جسدونه له اوبو را وايستلي دي. راایستل شوي جسدونه د پوځي امبولانس په وسیله کابل ته لېږدول شوي او هلته خپلو وارثانو ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه