ډېر لوستل شوي

سویډن د افغانستان بشري مرستو صندوق ته نږدې ۳ میلیون ډالر مرسته سپارلې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲٫۹۹ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

اوچا له سویډن څخه په مننې ویلي چې دا ۲۸ میلیون سویډني کرون (۲٫۹۹ میلیون ډالر) به د بشري بحرانونو د مخنیوي په برخه کې مصرف شي.

سویډن هېواد تر دې مخکې هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره میلیونونه ډالر مرسته کړې وه.

اړوند خبرونه