په کابل کې د جاپان سفیر «کنیچي ماسا موتو» د اسلامي امارت د اقتصاد له وزیر، قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې د بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د جاپان سفیر د امنیت ټینګښت، اداري فساد له منځهوړلو او د نشهيي توکو پر ضد مبارزه د اسلامي امارت لاستهراوړنې بللې او له افغانانو سره یې د جاپان د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.
نوموړي ویلي چې جاپان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان له خلکو سره د ۵۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته کړې او سږ کال هم په بېلابېلو برخو کې د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت پروژې منظور شوې دي.
بلخوا د ا.ا اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف ویلي چې په ټول هېواد کې د فقر او بېوزلۍ د کچې کمولو لپاره هڅې پیل شوې او یاد وزارت ټولې شته سرچینې د خلکو د اقتصاد او ژوند ښهکولو لپاره کاروي.
ښاغلي حنیف همداراز د اقلیمي بدلون له امله د ځپلشویو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې همکاري او د بیړنیو پروګرامونو پلي کول مهم بللي دي.

