ډېر لوستل شوي

عبدالرحمن قانت: د مس عینک پروژې عملي چارې دې ژر پیل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال، عبدالرحمن قانت د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیایي چارو ادارې جنرال قونسل «وي هو اشیانګ» او مل پلاوي سره په کتنه کې د «مس عینک» پروژې په اړه خبرې کړې دي.

دغه وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې چینایي پلاوي د مس عینک پروژې د چارو پرمختګ او د یادې پروژې اړوند ستونزې، وړاندیزونه او اړتیاوې شریکې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال مس عینک پروژه د دواړو هېوادونو او افغانانو لپاره ارزښتمنه بللې او د عملي چارو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې اوسمهال په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته او د عملي چارو په برخه کې باید قراردادي شرکت ژر تر ژره خپلې ژمنې عملي کړي.

اړوند خبرونه