ډېر لوستل شوي

غزني کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم شهيد او دوه نور ټپیان شوي

د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی د درېیمې امنيتي حوزې اړوند د دښت کیوان په سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم شهيد او دوه نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په پېښه کې یو ۱۲ کلن ماشوم شهيد شوی او دوه نور ټپیان شوي چې امنیتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
د سرچيني په وينا، یاد ماشومان د کوچیانو له کورنیو سره تړاو لري او د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

اړوند خبرونه