ډېر لوستل شوي

له م.م وروسته؛ اروپايي ټولنې هم د امریکا او ایران له هوکړې هرکلی کړی

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزولا فون‌ډر لاین د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دې هوکړې چټک او بشپړ عملي کېدل د ټولو لورو لومړیتوب دی.
نوموړې پر خپله اېکس‌پاڼه تمه ښودلې چې له دې هوکړې وروسته د هرمز تنګی سم‌لاسي بېرته پرانیستل شي او د کښتۍ چلونې ازادي بېرته تأمین شي، ځکه دا چاره د سیمې د ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره مهمه ده.
فون‌ډر لاین زیاته کړې چې یاده هوکړه به په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت په اړه د پراخو خبرو اترو لپاره زمینه کړي او د ایران باید اټومي او بالستیکي پروګرامونو او د سیمې بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي.
هغې د لبنان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او پر ټولو لورو یې غږ کړی چې د دې هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او ریښتینی اوربند عملي کړي.
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې همداراز ویلي چې د انرژۍ پر سرچینو تکیه یو ځل بیا د فشار د وسیلې په توګه کارول شوې او اړتیا ده چې د عرضې لارې متنوع او بدیل صادراتي دهلېزونه رامنځته شي.

اړوند خبرونه