د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستيال جيډي وېنس ویلي، له ایران سره د شوې هوکړې له امله به په راتلونکو پنځوسو کلونو کې منځنی ختیځ په بنسټیزه توګه بدل شي.
وېنس له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، منځنی ختیځ له اوږدې مودې راهیسې د کړکېچونو سیمه پاتې شوې، خو په خبره یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران ګواښ له منځه وړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې اوس په منځني ختیځ کې د سوکالۍ او بریا د نوي پړاو د رامنځته کېدو زمینه برابره شوې او دا به د امریکا د خلکو لپاره هم اقتصادي ګټې ولري.

