ډېر لوستل شوي

د پاکستان د پارلمان استازی: له افغانستان سره تړلو لارو د پېښور صنعت او سوداګرۍ ته زیان اړولی

د پاکستان د پارلمان استازی اسد قیصر وايي چې له افغانستان سره د لارو تړل او د سوداګرۍ محدودېدل د پېښور صنعت او اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړي پارلمان ته په خپله وينا کې ويلي، د پېښور تر ټولو مهمه اقتصادي ګټه د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته لاس‌رسی دی، خو د لارو د تړل کېدو له امله سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي او صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
اسد قیصر له پاکستاني حکومته غوښتي چې سیاسي اختلافات له اقتصادي مسایلو جلا کړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دوام ته زمینه برابره کړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ستونزې باید د ډیپلوماټیکو لارو او د اړتیا په صورت کې د جرګو له لارې حل شي، څو خلک وکولای شي خپلو ورځنيو چارو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه