د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ، وایي د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د درېیو نجونو د ټپي کېدو د پېښې په تړاو، د دې پېښې عامل له خپل موټر سره یوځای نیول شوی دی.
د هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلی چې نیول شوی کس تر قانوني څېړنو لاندې دی او د قضیې په اړه لازم اجراات روان دي.

