ډېر لوستل شوي

کابل به د افغانستان، منځنۍ اسیا او آذربایجان د څېړنیزو مرکزونو د سیمه‌ییزې ناستې کوربه‌ وي

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د همدې وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په کوربه‌توب به د افغانستان، منځنۍ اسیا او آذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه سیمه‌ییزه ناسته جوړه شي.
د ياد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس خافظ ضاء احمد تکل وايي، په دې ناسته کې به د اوزبيکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجيکستان او آذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې ګډونوال د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه وکړي او د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي به دا ناسته په رسمي ډول پرانیزي.
سرچینې یاده ناسته د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د متقابل باور، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره مهمه بللې ده.

اړوند خبرونه