د ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی چې سرحدي ځواکونو ته يې ۱۵۰ موټرسايلکونه وېشل شوي دي.
د مسوولينو په وینا، دا موټرسايکلونه د ګرځنده ګزمو د پراختیا، امنیتي پېښو ته د چټکې رسېدنې او د سرحدي ځواکونو د عملیاتي وړتیاوو د لوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.
ویلکېږي چې یاد وسایط به د هرات، فراه او بادغیس ولایتونو په هغو سرحدي سیمو کې وکارول شي چې له ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې لري.
دا په داسې مهال ده چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنيتي ځواکونو ته هم ګڼ شمېر نوي وسايط وېشل شوي دي.

