د هېواد نومیالی تاریخپوه، لیکوال، څېړونکی او ادبپوه حبیبالله رفیع له څه مودې بهرني اقامت وروسته بېرته کابل ته راستون شوی دی.
ښاغلی رفیع له تېرو څو کلونو راهیسې په کاناډا کې اوسېده او اوس بېرته خپل هېواد ته راستون شوی.
حبیبالله رفیع د افغانستان د تاریخ، ادب او فرهنګ په برخو کې له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي او په دې برخو کې یې ګڼې څېړنې، علمي لیکنې او آثار خپاره کړي دي. نوموړي د خپلو علمي او فرهنګي فعالیتونو له لارې د هېواد د تاریخي او ادبي میراث د ساتنې او بډاینې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

