یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو) سیندیزو حوزو کې شوی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، د کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترینکوټ، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان سيندونو د اوبو د زیاتېدو او هلته د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو استوګن دي، په درنښت غوښتي چې د درې ورځو په مخ دغه سیمې پرېږدي.