ډېر لوستل شوي

د عدلیې وزیر پر اخلاص، صداقت او مسوولیت‌ منلو ټینګار کړی

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د یاد وزارت د یو شمېر نویو ټاکل شویو مسوولینو د پېژندنې په مراسمو کې پر اخلاص، صداقت او مسوولیت منلو ټینګار کړی دی.

د ياد وزارت وياند قاري برکت‌الله رسولي د ښاغلي شرعي په حواله ويلي، اړتیا ده چې هر فرد په خپلو دندو کې له اخلاص، صداقت او مسوولیت منلو څخه کار واخلي، څو چارې په ښه ډول پر مخ ولاړې شي.

په دې مراسمو کې د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د منظورۍ له مخې، شیخ رکن‌الدین عتیق د مقام د سلاکار، مفتي ضیاءالحق ثاقب د مدافع وکیلانو د رييس او مولوي عبدالله کالف د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست اړوند د کار او ادارې د قوانینو د رييس په توګه پېژندل شوي دي.

اړوند خبرونه