د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې تر دې وروسته د افغانستان خلاف لاس یا د پاکستان لاس موټرو ته په هېڅ ډول پلېټونه نه ورکول کیږي.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، تر دې وړاندې هم چې کومو دا ډول موټرو ته په کابل کې د تګراتک اجازه ورکړل شوې وه، هغوی هم له کابله اېستل کېږي.
د ده په وینا، د افغانستان خلاف لاس موټرو د اشترینګ بدلولو په اړه هم د څو بنسټونو ترمنځ خبرې روانې دي خو لا وروستۍ شوې او پلې شوې نه دي.

