د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني په مشرۍ د دغه وزارت د رهبرۍ په غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث شوی دی.
دغه وزارت لیکلي چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر تطبیق او په محرم الحرام میاشت کې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي حقاني له قوله امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې د رښتیني چوپړ له لارې د خلکو باور خپل کړي.
ښاغلي حقاني ویلي: “د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د لا ټینګښت لپاره باید جدي هڅې وشي او د هېواد په کچه ټول امنیتي ځواکونه باید د ولس د ریښتیني چوپړ له لارې د خلکو د باور د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي، څو د ولس او امنیتي ځواکونو په همغږۍ ستونزو ته رسېدنه وشي.” په غونډه کې د کورنیو چارو وزیر همداراز د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست لپاره د تخنیکي وسایلو چمتو کولو او همداراز د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو پر ظرفیت لوړولو ټینګار کړی دی.

