په کویت کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر، مولوي محمد شفیق خطیب د کویت دولت د زندانیانو د چارو ادارې له مرستیال «ابو فهد فایز البراک» سره په کتنه کې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت، حافظ ضیاء احمد تکل په اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان بنديانو د وضعيت په اړه رغنده او مثبتې خبرې کړې چې په پایله کې یې ۲۰ افغانان ازاد شوي دي.
د سرچینې په وینا چې دغه آزاد شوي افغان زندانيان به نن شپه د فلای دوبۍ هوايي شرکت له لارې کویت څخه دوبۍ ته ولېږدول شي چې بيا وروسته به کابل ته راستانه شي.
د بهرنیو چارو وزارت د کویت دولت له همکارۍ او بشردوستانه تعامل څخه مننه کړې او دا اقدام یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د بهرمېشتو افغان اتباعو د ستونزو د حل په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.

