ډېر لوستل شوي

له پاکستاني بندخونو نږدې ۵۰۰ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۴۸۵ تنه بندي افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ياد وزارت وايي، په دې راستنو شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي چې د استوګنې د اسنادو د ستونزو له امله نیول شوي وو او د پاکستان په زندانونو کې یې یو څه موده تېره کړې وه.

راپور زیاتوي، له ازاد شویو کډوالو څخه ۴۷۵ تنه د تورخم او پاتې نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي چې تر اړینو مرستو او ملاتړ وروسته خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو د ملاتړ، د اسانه راستنېدنې او راستنېدونکو ته د مناسبې انساني او امنیتي فضا د برابرولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه