ډېر لوستل شوي

خیبر پښتونخوا کې د داعش خوارجو یو مهم مرکز په نښه شوی

المرصاد راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ اړوند د باړې په «قمبرخېلو» سیمه کې د داعش خوارجو یو مهم او پټ مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې له منځه وړل شوی او ګڼ شمېر داعشیان پکې وژل شوي دي.

یادې رسنۍ د خپلو باوري سرچینو په حواله ویلي چې دا برید د شپې ناوخته شوی او د داعش هغه مرکز یې په نښه کړی چې د بریدونو د پلان جوړونې، د جنګیالیو د جذب او روزنې لپاره کارېده. د راپور له مخې، یاد مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی او په کې مېشت کسان مړه او یا ټپیان شوي دي.

که څه هم د وژل شویو داعشیانو دقیق شمېر لا نه دی اعلان شوی، خو سرچینې وایي چې دغه مرکز د داعش خوارجو د فعالیتونو مهم پټنځای و او له منځه وړل یې دغې ډلې ته درنه ضربه بلل کېږي.

د راپور له مخې، داعش خوارجو جنګیالیو له دې مرکز څخه په سیمه او شاوخوا سیمو کې د تخریبي فعالیتونو او بریدونو د تنظیم لپاره ګټه اخیسته او هلته به نویو غړو ته روزنه هم ورکول کېده.

المرصاد زیاته کړې چې تر دې وړاندې هم د خېبر په جبار مېله او د باړې په شنکو سیمه کې د داعش خوارجو پر مرکزونو ورته بریدونه شوي وو چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې یو شمېر غړي وژل شوي وو.

اړوند خبرونه