د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد ویلي چې هغه خالي کانټینرونه چې له کراچۍ څخه افغانستان ته د توکو تر لېږد وروسته په تورخم کې بند پاتې وو، بالاخره پاکستان ته د بېرته ستنېدو اجازه ترلاسه کړې ده.
د ښاغلي مخلص په وینا، دا کانټینرونه د تورخم دروازې د څو میاشتو تړل کېدو له امله په مسیر کې پاتې شوي وو. نوموړي زیاته کړې چې له پرون ورځې راهیسې پاکستان ته د دغو خالي کانټینرونو د لېږد بهیر بېرته پیل شوی دی.

