د کورنیو چارو وزارت د خلاف لاس موټرو د پلېټونو د نه ورکولو او د افغانستان لاس ته د سټیرنګ د اړولو په اړه د خپرو شویو اندېښنو په تړاو وضاحت ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، هغو خلاف لاس موټرو ته چې مخکې یې سټېکرونه ترلاسه کړي، د پلېټونو د وېش بهیر دوام لري او هغه موټر چې د پلېټونو درې کلنه موده یې بشپړه شوې وي، پلېټونه یې بېرته تمدیدېږي. ښاغلي قانع زیاته کړې چې کورنیو چارو وزارت له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ کار کوي، څو د خلاف لاس موټرو سټیرنګ د افغانستان لاس ته واړول شي.

