په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د راتلونکې او د دې اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو د بحث په موخه د ګردي مېز ناسته کړې ده.
ياد سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) سرپرستې مشرې او د سیاسي چارو لپاره د سرمنشي مرستیالې جورجیت ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمېت، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دويم سیاسي رييس ذاکر جلالي او د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رييس عبدالحی قانت ګډون کړی وو.
د ناستې پر مهال د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکې، د تعامل د پراختیا او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

